Search

په افغانستان کې د روسیې سفیر: د دویمې نړیوالې جګړې د تاریخ «تحریف» د منلو وړ نه دی

News image
16 غویی 1405 - 19:59

په افغانستان کې د روسیه سفیر دیمیتري ژیرنوف وایي، هېواد یې د دویمې نړیوالې جګړې د پایلو د «تحریف»، د شوروي سرتېرو د یاد د سپکاوي او د نازیانو د ستاینې هڅې د منلو وړ نه ګڼي.

نوموړي د مې د نهمې، چې روسیه یې د ۱۹۴۱ تر ۱۹۴۵ کلونو د سترې وطني جګړې د بریا ورځې په توګه لمانځي، په مناسبت یوې مرکې کې ویلي چې ۸۱ کاله وړاندې نازیزم مات شو، اروپا آزاده شوه او د میلیونونو کسانو د قربانۍ په بدل کې «د ټول بشریت لپاره ازادي او سوله» ترلاسه شوه.

هغه زیاته کړې چې دا ورځ په روسیه کې د قربانۍ، مېړانې او اتلولۍ د درناوي ملي مناسبت ګڼل کېږي او په خبره یې، د روسیې نږدې هره کورنۍ د دویمې نړیوالې جګړې له زیانونو اغېزمنه شوې ده.

ژیرنوف ویلي، د جګړې په لومړیو کلونو کې شوروي اتحاد تقریباً یوازې د نازي ځواکونو پر ضد جګړه کوله، ځکه د هغه په وینا هغه مهال «ټوله اروپا» د نازي ځواکونو ملاتړ کاوه.

د روسیې سفیر همداراز ویلي، د شوروي اتحاد د خلکو اتلولي «بې‌سارې» وه او د متحدو هېوادونو ګډو هڅو د نازي جرمني او د جاپان د هغه وخت د نظامي رژیم ماتې ته لاره هواره کړه.

هغه ټینګار کړی چې د دویمې نړیوالې جګړې د تاریخي حافظې ساتل او د هغې له عبرتونو زده کړه «ګډ نړیوال مسؤولیت» دی.

د روسیې سفیر د اوکراین جګړې ته په اشارې ویلي، روسیه یو ځل بیا له جګړې سره مخ شوې او د دغه هېواد ځواکونه د «ځانګړو پوځي عملیاتو» په چوکاټ کې د «نوو نازیانو» پر ضد جګړه کوي او د دونباس سیمې د خلکو دفاع کوي.

د مې نهمه په روسیه کې د «بریا ورځې» په نوم پېژندل کېږي؛ هغه ورځ چې د ۱۹۴۵ کال د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې پر نازي جرمني د شوروي اتحاد د بریا یاد تازه کوي. دا ورځ په روسیه کې له مهمو ملي رخصتیو څخه ګڼل کېږي او هر کال د مسکو په سره میدان کې د سترو پوځي رسم‌ګذشتونو او ولسي مراسمو په ترسره کېدو نمانځل کېږي.