رویټرز راپور ورکړی چې اسرائیلو له حزبالله سره د اوربند تر هوکړې وروسته د لومړي ځل لپاره د بیروت سوېلي ضاحیه تر هوايي برید لاندې راوستې ده.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د دغه هېواد دفاع وزیر اسرائیل کاتس ویلي، د برید هدف د حزبالله اړوند رضوان ځواک یو قوماندان و.
اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې یاد قوماندان وژل شوی، خو حزبالله تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا برید داسې مهال ترسره کېږي چې د اسرائیلو او حزبالله ترمنځ له تېرې میاشتې راهیسې اوربند ټینګ شوی و.
رویټرز ویلي، تازه برید کولای شي دغه نازک اوربند له جدي خطر سره مخ کړي.
اسرائیلو همداراز د لیتاني سیند شمال ته د څو کلیو له اوسېدونکو غوښتي چې خپلې سیمې پرېږدي. دې اقدام د جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د لبنان لومړي وزیر نواف سلام ویلي، د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د لوړې کچې غونډو ترسره کولو ته لا وختي دی. هغه ټینګار کړی چې لومړی باید اوربند پیاوړی او د اسرائیلو بریدونه ودرول شي.
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، د اسرائیلو په هوايي برید کې چې د لبنان سوېل زلایا ښار یې په نښه کړی، څلور کسان، چې دوه ښځې هم پکې شاملې دي، وژل شوي دي.
د اسرائیلو پوځ هم ویلي چې حزبالله په وروستیو ورځو کې د اسرائیلي ځواکونو پر لور راکټونه او بېپیلوټه الوتکې توغولې دي، چې له امله یې دوه اسرائیلي سرتېري ټپیان شوي دي.
د لبنان د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د روان ۲۰۲۶ کال د کب له ۱۲مې راهیسې په لبنان کې د جګړو له پیل وروسته تر اوسه څه باندې دوه زره او ۷۰۰ کسان وژل شوي دي.