Search

په سعودي کې پنځه افغانان له اجازه پرته د حج په مراسمو کې د ګډون له امله نیول شوي دي

News image
18 غویی 1405 - 07:49

سعودي ګزېټ راپور ورکړی چې د حج امنیتي ځواکونو پنځه افغانان د حج د مقرراتو د سرغړونې په تور نیولي دي.

سرچینه وايي چې هغوی هڅه کړې وه، چې د صحرا له لارې، په پلي ډول او له رسمي اجازې پرته مکې ښار ته داخل شي.

د راپور له مخې، پر ددغو کسانو په اړه قانوني اقدامات شوي دي.

د سعودي د عامه امنیت ادارې له خلکو غوښتي چې د حج مقرراتو او لارښوونو ته درناوی وکړي او ټینګار یې کړی چې د رسمي پروسو رعایت کول ډېر مهم دي.

د سعودي چارواکو هم له اوسېدونکو غوښتنه کړې چې سرغړونې په صورت کې امنیتي ادارو ته خبر ورکړي.