رویټرز راپور ورکړی چې امریکا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوه پرېکړهلیک مسوده وړاندې کړې چې له ایران څخه غواړي په هرمز تنګي کې بریدونه او مایناېښودنه ودروي.
د راپور له مخې، ډیپلوماتانو ویلي چې چین او روسیه ښايي دغه پرېکړهلیک ویټو کړي.
رویټرز لیکلي چې دا مسوده د امریکا او بحرین لهخوا چمتو شوې او سعودي عربستان، متحده عربي امارات، کوېټ او قطر هم ترې ملاتړ کړی دی.
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا استازي مایک والتز ویلي، هغه هېوادونه چې له دې پرېکړهلیک سره مخالفت وکړي، «خطرناک مخینه» به رامنځته کړي.
په مقابل کې، د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ایران استازي امیر سعید ایروانی دغه پرېکړهلیک «یو اړخیز او سیاسي انګېزه لرونکی» بللی دی.
د راپور له مخې، روسیې د دې متن د بشپړ بیا لیکلو غوښتنه کړې او چین هم دا مسوده جانبداره بللې ده.
دغه پرېکړهلیک ایران د اوربند په ماتولو او په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ ازادۍ په ګواښلو تورنوي او له تهران څخه غواړي چې بریدونه ودروي او د اېښودل شویو ماینونو ځایونه مشخص کړي.