د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له د اروپايي کمېسیون له مشرې اورسولا فون در لاین سره یې ټیلیفوني خبرې کړې او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې بحث کړی دی.
د ټرمپ په وینا، دواړو لورو په دې ټیلیفوني خبرو کې ټینګار کړی چې ایران باید اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.
هغه زیاته کړې چې په دې خبرو کې د یوه احتمالي هوکړې د پلي کېدو په اړه هم خبرې شوې دي، چې له مخې یې اروپايي ټولنې ژمنه کړې خپله برخه عملي کړي او سوداګریز تعرفې تر صفر کچې راکمې کړي.
ټرمپ د دې هوکړې د جزییاتو او د اروپايي ټولنې د رسمي غبرګون په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.