Search

ازبکستان او جایکا په افغانستان کې د پراختیايي پروژو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي

News image
18 غویی 1405 - 11:08

د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله اېرګاشف د پنجشنبې په ورځ (د غویي ۱۷مه) د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (JICA) د سویلي اسیا برخې له عمومي مشر تتسویا یامادا سره لیدلي دي.

دواړو لورو په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ټولنیزې او اقتصادي پراختیا پر ګډو پروژو خبرې کړې دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، جاپاني لوري د افغانستان په اړه د تاشکند عملي چلند ستایلی او د ترمز ښار شته زېربناوې یې د نړیوالو بشري او ټولنیزو پروژو د پلي کېدو لپاره مناسب مرکز بللی دی.

تتسویا یامادا همداراز ویلي، جایکا لېواله ده چې د ترمز له امکاناتو څخه په بېلابېلو برخو لکه ښوونه او روزنه، روغتیا، کرنه، د خصوصي سکتور پراختیا او د نشه‌یي توکو د قاچاق پر ضد مبارزه کې ګټه واخلي.

دا لیدنه د ازبکستان د هغو دوامداره ډیپلوماټیکو هڅو یوه برخه بلل کېږي چې موخه یې د افغانستان لپاره د نړیوالو مرستو همغږي کول دي.

په وروستیو میاشتو کې عصمت‌الله اېرګاشف د بېلابېلو نړیوالو ډیپلوماټانو او سازمانونو له استازو سره لیدنې کړې دي، څو د عملي پروژو د پلي کېدو زمینه برابره شي.