د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) او د امریکا د اسلامي خوړو او تغذیې شورا (IFANCA) ټینګار کړی چې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د له منځه وړلو پروګرامونو ملاتړ باید دوام ومومي.
د امریکا لپاره د یونیسف مشر مایکل جی. ناینهایس د پنجشنبې په ورځ (د
غویي ۱۷مه) ویلي چې د پولیو ناروغي اوس یوازې په افغانستان او پاکستان کې پاتې ده
او د هغې له منځه وړل «د عامه باور، پراخ لاسرسي او دوامدارې پانګونې» ته اړتیا
لري.
د IFANCA مشر ډاکتر محمد منیر
چودري ویلي، دغه بنسټ له یونیسف سره خپله څوکلنه همکاري د واکسیناسیون پروګرامونو
او د پولیو پر ضد مبارزې په برخه کې نوره هم پراخه کړې ده.
هغه زیاته کړې چې د خوړو کمښت یا سوء تغذیه کولای شي د واکسینونو اغېز
کم کړي، له همدې امله مناسبه تغذیه د واکسیناسیون د پروګرامونو مهمه برخه ګڼل کېږي.
چودري همداراز ټینګار کړی چې د ناسمو معلوماتو پر وړاندې د مبارزې او
د واکسینونو په اړه د خلکو د باور د زیاتولو لپاره د محلي مشرانو، روغتیايي
کارکوونکو او ټولنیزو بنسټونو همکاري اړینه ده.
یونیسف او IFANCA ویلي، د
نړیوالو بنسټونو او محلي سازمانونو ګډ کار کولای شي د مخنیوي وړ ناروغیو پر وړاندې
د ماشومانو په ساتنه او د پولیو د بشپړې له منځه وړلو په برخه کې مهم رول ولوبوي.