Search

د رزمي لوبو افغان لوبغاړي واحدالله نژند په کروشیا کې حساسه سیالي وبایلله

News image
20 غویی 1405 - 08:47

افغان رزمي‌کار واحدالله نژند په یوه مهمه سیالۍ کې د خپل ارجنټایني سیال پر وړاندې ماتې وخوړه.

دغه سیالي د ۷۷ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د «اف‌ان‌سي» سیالیو په چوکاټ کې د کروشیا په کوربتوب ترسره شوه.

نژند دې سیالۍ ته د ۱۰ بریاوو او یوازې ۲ ماتو له ریکارډ سره داخل شوی و، په داسې حال کې چې د هغه سیال استاروپولي د ۱۳ بریاوو او ۷ ماتو لرونکی کارنامه درلوده.

نژند چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان له مخکښو رزمي‌کارانو څخه شمېرل کېږي، تر دې مخکې یې په نړیوالو سیالیو کې د پام وړ بریاوې ترلاسه کړې وې او د خپل تهاجمي سبک له امله یې د مینه‌والو پام ځان ته اړولی و.