یو افغان تبعه، نجیبالله عرب، په بریتانیا کې د یوه ماشوم سره د نامناسبو جنسي اړیکو د هڅې په تور پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
د محکمې د اسنادو له مخې، ۴۰ کلن عرب د مې په ۸مه د اکسفورډ په یوه محکمه کې حاضر شو او هغه تور یې ومنلو چې د ۲۰۲۴ کال د مې په میاشت کې د «ګروو» په سیمه کې ترسره شوی و.
محکمې ویلي چې نوموړي ماشوم ته نامناسبې څرګندونې کړې وې، چې پکې د هغې د ظاهري بڼې په اړه خبرې او له هغې سره د یوازیتوب د وخت تېرولو غوښتنې شاملې وې.
هغه مخکې دغه تور رد کړی و او ټاکل شوې وه چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي، خو وروسته یې خپل دریځ بدل کړ او پر جرم یې اعتراف وکړ.
د راپور له مخې، عرب د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې د نورو جرمونو په تړاو هم پر خپلو تورونو اعتراف کړی و، چې پکې د جنوري په ۲۱مه په «ګروو» سیمه کې د یوې پېښې اړوند د جنسي تېري یو مورد شامل دی.
نوموړي همدارنګه د جنوري په ۲۷مه د یوې بلې ښځې پر وړاندې د جنسي تېري، تښتونې او زورونې تورونه هم منلي دي. محکمې اورېدلي چې هغه دغه ښځه له یوه عامه ځایه په زور بل ځای ته انتقال کړې وه.
دا قضیه لا هم د نورو قانوني پړاوونو، په ځانګړي ډول د سزا د ټاکلو لپاره، د محکمې تر څېړنې لاندې ده.