Search

په بغلان کې دوو ترافیکي پېښو کې دوه تنه وژل شوي او یو ټپي دی

News image
20 غویی 1405 - 13:25

په بغلان کې د طالبانو ولایت مقام وايي، چې نن یکشنبه د غویي په ۲۰مه،  د بغلان ولایت په بېلابېلو سیمو کې دوې جلا ترافیکي پېښې شوې دي چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د راپور له مخې، په لومړۍ پېښه کې یو موټر چې له بنو ولسوالۍ څخه د خنجان پر لور روان و، د خوش‌درې په سیمه کې له یوه ماشوم سره ټکر شوی دی. په دې پېښه کې یو ۱۲ کلن ماشوم ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سرچینې په وینا په دویمه پېښه کې یو ټېلري موټر چې له شمال څخه جنوب ته په حرکت کې و، د سالنګ شمالي د دویمې ګولایي په سیمه کې له سړک څخه اوښتی دی. د پېښې له امله د موټر چلوونکی وژل شوی او یو بل کس ټپي شوی دی.

د ترافیکو مسؤلین وایي، د دغو پېښو دقیق لاملونه تر څېړنې لاندې دي او له موټر چلوونکو یې غوښتي چې د ترافیکي اصولو په رعایت او زیات احتیاط سره د ورته پېښو مخه ونیسي.