Search

طلوع نیوز په کابل کې د خپلو دوو خبریالانو نیول کېدل تائید کړل

News image
20 غویی 1405 - 13:28

طلوع نیوز تائید کړې چې د دې رسنۍ دوه خبریالان، منصور نیازی او عمران دانش، د کابل په ښار کې د د طالبانو ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

یاد ټلوېزیون په خپلو ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې د قانوني پړاوونو تر بشپړېدو وروسته به د دغو خبریالانو د وضعیت په اړه نور معلومات له رسنیو سره شریک شي.

تر اوسه د نیولو د علت په اړه رسمي جزییات نه دي خپاره شوي، او د طالبانو اړوندو ادارو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.