په نورستان کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وایي، د دغه ولایت د وانت ولسوالۍ په دهوز سیمه کې د اسماني تندر لوېدو له امله یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
د دغې قومندانۍ ویاند احمد بشیر برکزاده د ۱۴۰۵ کال د غویي په ۲۰مه په
یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې پېښه کې یو سړی او یوه اووه کلنه ماشومه ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکز ته لېږدول
شوي.
سرچینې ویلي چې د پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.