Search

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۱۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت نوي سوداګریز تړونونه لاسلیک شول

News image
21 غویی 1405 - 10:11

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د شاوخوا ۱۱۲ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۰ نوي سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي دي.

د یاد وزارت په وینا، دا تړونونه د ۱۴۰۵ کال د غویي په ۲۰مه په بلخ ولایت کې د دواړو لورو ترمنځ د دوه اړخیز سوداګریز کنفرانس (B2B) او د ازبکستان د محصولاتو د نندارتون د پرانستلو پر مهال لاسلیک شوي دي.

په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري مرستیال شهاب‌الدین ثاقب ویلي، دغه تړونونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوي دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې یوه ورځ وړاندې هم په کابل کې د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۳ سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي وو، چې دا چاره د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د زیاتېدو نښه بلل کېږي.