Search

ملګري ملتونه: افغانستان کې د لوږې کړکېچ پر دوام ښځې او ماشومان تر ټولو ډېر اغېزمن دي

News image
22 غویی 1405 - 09:00

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې افغانستان له مخ پر زیاتېدونکي لوږې کړکېچ سره مخ دی او ویلي یې دي چې ښځې او ماشومان د خوراکي ناامنۍ له سختو اغېزو سره تر ټولو ډېر مخامخ دي.

د راپور له مخې خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې افغانستان له یو شمېر یوځای شوو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، لکه اقتصادي سقوط، پراخ بې‌کاري او د اقلیمي بدلونونو اغېزې، چې ورسره سیمه‌ییز کړکېچونه هم زیات شوي او د خوړو بیې یې لوړې کړې دي.

په راپور کې راغلي چې د بدخشان د فیض‌آباد یوې اوسېدونکې رقیبې احمدي ویلي: «هغه لږ خواړه چې موږ یې اخیستلی شو، ماشومانو ته یې ورکوو، خو دا بسنه نه کوي.» هغې زیاته کړې چې د هغې کوچنۍ لور له خوارځواکۍ روغېږي، خو مېړه یې لا هم بې‌کاره دی.

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د دغو ګډو فشارونو له امله د ځانګړو تغذیوي خوړو زېرمې چې د خوارځواکو ښځو او ماشومانو د درملنې لپاره کارېږي، په څرګند ډول کمې شوې دي.

د دې ادارې د افغانستان مشرجان ایلیفویلي: «د تغذیې مرستندویه پروګرامونه لکه د غذایي مرستې، اختیاري نه بلکې حیاتي دي.»

د وروستیو پرمختګونو تر رامنځته کېدو مخکې هم افغانستان د لوږې له بې‌سارې کچې سره مخ و. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، دا مهال له ۱۳ اعشاریه ۸ میلیونو ډېر خلک له شدیدې خوراکي ناامنۍ سره مخ دي.

نږدې پنځه میلیونه ماشومان، او همدارنګه امېندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې له خوارځواکۍ کړېږي، چې دا د کړکېچ پراخوالی ښيي.

د مرستندویه بنسټونو چارواکي وايي، د خوړو مرستې او تغذیوي پروګرامونه د هېواد په کچه د میلیونونو خلکو لپاره د ژوند مهمه وسیله ده. خو د بودجې کمښت او د اړتیاوو زیاتوالی دغه هڅې تر سخت فشار لاندې راوستي دي.

ایلیف خبرداری ورکړی: «خو له بده مرغه، دا د ژوند کرښه لا له وړاندې پرې شوې، چې د سلګونو زرو میندو او ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.»

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې که بېړنۍ نړیواله مرسته ونه شي، نو په راتلونکو میاشتو کې به د افغانستان بشري وضعیت لا پسې خراب شي.