Search

دایکندي کې د ۱۴.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د کلیوالي سړکونو پروژه پیل شوه

News image
22 غویی 1405 - 09:59

د دایکندي د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وایي، په دغه ولایت کې یې په ۱۴ میلیونه او ۶۵۸ زره افغانۍ د یوې پرمختیایي پروژې کارونه پیل کړي دي.

دغه ریاست ویلي، یاده پروژه د UNDPیا د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په مالي همکارۍ ترسره کېږي، چې د دایکندي ولایت په مرکز نیلي ښار او شهرستان ولسوالۍ کې د ۱۳.۹ کیلومتره کلیوالي سړکونو جوړول پکې شامل دي.

د معلوماتو له مخې، د دې پروژې له لارې لسګونو کسانو ته د شپږو میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.

افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د کلیوالي سړکونو جوړول د زیربناوو د پراختیا او د خلکو د اقتصادي لاسرسي د ښه کولو مهمه برخه بلل کېږي.

په ځانګړي ډول په غرنیو او لېرې پرتو سیمو کې د سړکونو نشتوالی د خلکو د تګ راتګ، د توکو د انتقال او د روغتیايي او تعلیمي خدماتو د ترلاسه کولو پر وړاندې لوی خنډ ګڼل کېږي.

د وروستیو کلونو په ترڅ کې، د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام او نورو مرستندویه بنسټونو په همکارۍ په هېواد کې یو شمېر ورته پروژې پلي شوي، چې هدف یې د لنډمهاله کاري فرصتونو برابرول او د کلیوالو سیمو د اړیکو پیاوړتیا ده.