د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام ویلي چې د افغانستان د استوګنې ستونزې به د ښاري پراختیا د دیارلسمې نړیوالې غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وي، چې ټاکل شوې په باکو کې ترسره شي.
یاد پروګرام په ټولنیزه شبکه ایکس کې لیکلي چې دا نړیواله غونډه به راتلونکې اوونۍ د باکو په ښار کې، چې د اذربایجان پلازمېنه ده، جوړه شي.
د دغه بنسټ په وینا، د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو مشران به سره راټول شي څو د استوګنې اړوند ننګونې وڅېړي او حل لارې ورته ولټوي.
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام ټینګار کړی چې په افغانستان کې د استوګنې او ښاري پراختیا ستونزې بېړنۍ بڼه لري، ځکه چې له ۱۴۰۲ کال راهیسې نږدې پنځه میلیونه کډوال هېواد ته بېرته راستانه شوي دي.