Search

رویټرز: سعودي عربستان پر ایران پټ بریدونه کړي دي

News image
23 غویی 1405 - 09:25

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې سعودي عربستان د سیمې د جګړې د پراخېدو په ترڅ کې پر ایران پټ بریدونه کړي دي.

رویټرز د څو سرچینو له قوله لیکلي چې دا بریدونه د سعودي عربستان پر خاورې د شویو بریدونو په ځواب کې ترسره شوي او د ایران په خاوره کې د ریاض لومړنی مستقیم پوځي اقدام بلل کېږي.

د راپور له مخې، دا بریدونه د سعودي هوايي ځواک له لوري د مارچ میاشتې په وروستیو کې شوي او تر هغه وروسته د ایران له لوري پر سعودي عربستان د بریدونو کچه کمه شوې ده.

په راپور کې راغلي چې لوېدیځو او ایراني سرچینو ویلي، ریاض تهران د دغو بریدونو په اړه خبر کړی و او له هغې وروسته د دواړو لورو ترمنځ شدید ډیپلوماټیکې خبرې پیل شوې دي.

د سرچینو په وینا، سعودي عربستان له دغو بریدونو وروسته خبرداری ورکړی و چې که تاوتریخوالی دوام وکړي، نور اقدامات به هم وکړي؛ هغه موضوع چې په پای کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره د یوې هوکړې لامل شوې ده.

رویټرز همدارنګه راپور ورکړی چې د تاوتریخوالي د کمېدو بهیر د امریکا او ایران ترمنځ د اپرېل میاشتې په ۱۸مه (۷ اپرېل) د اوربند له هوکړې مخکې پیل شوی و.

په راپور کې راغلي چې سعودي عربستان او ایران، چې کلونه یې سیمه‌ییزه سیالي او کړکېچ درلود، په ۲۰۲۳ کال کې د چین په منځګړیتوب خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې بېرته پیل کړې.

د راپور له مخې، د سعودي عربستان او ایران چارواکو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه مستقیمه تبصره نه ده کړې.

رویټرز ټینګار کړی چې د وروستۍ جګړې پر مهال پر سعودي عربستان د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو کچه په ځینو پړاوونو کې کمه شوې، خو په سیمه کې د ایران له متحدو ډلو له لارې غیرمستقیمې نښتې لا هم دوام لري.