Search

جک کار: د ایران او امریکا جګړې له تودیدواو د افغانستان تجربې د واشنګټن ځواک تر پوښتنې لاندې راوستی

News image
24 غویی 1405 - 08:35

د امریکا د سمندري ځانګړو ځواکونو پخواني سرتېري ویلي، چې نړیوال قدرتونه لکه چین او روسیه د امریکا او ایران روانه جګړه له نږدې څاري، څو د امریکا پوځي ځواک او ستراتیژیکه اراده وارزوي؛ هغه ارزونه چې د افغانستان د جګړې له تجربو سره تړاو لري.

جک کار، چې د امریکا د سمندري ځانګړو ځواکونو (Navy SEAL) پخوانی غړی دی، د فاکس نیوز له «Hang Out with Sean Hannity» پروګرام سره په مرکه کې ویلي، دا جګړه چې اوس درېیمې میاشتې ته داخله شوې، د امریکا د سیالانو له لوري د واشنګټن د پوځي وړتیاوو او عزم د ارزولو لپاره څارل کېږي.

هغه ټینګار کړی، چې د امریکا پخواني پوځي اقدامات، په ځانګړي ډول په افغانستان کې جګړه، لا هم پر دې اغېز لري چې سیال هېوادونه د امریکا ځواک څنګه درک کوي.

کار ویلي: «موږ فکر کوو ایران له هغه څه څه زده کوي چې موږ په افغانستان کې وکړل؟» نوموړي دا خبره د هغې شل کلنې جګړې په اړه وکړه چې په ۲۰۲۱ کال کې پای ته ورسېده.

د هغه په وینا، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو د واشنګټن نړیواله مخنیوي وړتیا کمزورې کړه او سیال هېوادونو ته یې دا جرأت ورکړ چې د امریکا پر نفوذ ننګونه وکړي.

په افغانستان کې جګړه، چې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې روانه وه، د امریکايي ځواکونو له چټک وتلو سره پای ته ورسېده، چې پراخې نیوکې پرې وشوې. د وتلو په وروستیو ورځو کې په یوه برید کې شاوخوا ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول، چې د وتلو پر ستراتیژۍ یې اندېښنې نورې هم زیاتې کړې.

کار وویل، هېوادونه لکه چین کولای شي د ایران له جګړې ستراتیژیک درسونه واخلي، او خبرداری یې ورکړ چې که امریکا ناکامه شي، نو دا به بیجینګ وهڅوي چې پوځي اقدام وکړي، آن د تایوان پر وړاندې احتمالي ګام هم.

هغه روانه جګړه د واشنګټن لپاره یو مهم پړاو وباله، څو خپل نړیوال مخنیوي ځواک بېرته ټینګ کړي، او زیاته یې کړه چې د دې جګړې پایلې به یوازې په منځني ختیځ پورې محدودې نه وي.

د افغانستان له نظره، شنونکي وايي چې نړیواله بې‌ثباتي او د جیوپولیټیک لومړیتوبونو بدلون ښايي له دې هېواد سره د نړیوال تعامل، په ځانګړي ډول بشري مرستو او اقتصادي ملاتړ، پر کچه اغېز وکړي.

کار زیاته کړه، چې د دې جګړې اهمیت یوازې اقتصادي مسایلو لکه د انرژۍ بازارونو پورې نه محدودېږي، بلکې د نړیوال نظم او ثبات له پراخو موضوعاتو سره تړاو لري.

هغه ټینګار وکړ، چې د امریکا او ایران د جګړې پایلې به په ټوله نړۍ کې له نږدې وڅارل شي او په راتلونکو کلونو کې به د امریکا د پوځي اغېزمنتیا پر درک ژور اغېز ولري.