Search

د طالبانو او روسیې د اقتصادي کمېسیون لومړنۍ ناسته ترسره شوه

News image
24 غویی 1405 - 13:16

د طالبانو د لوړو زده‌کړو د وزیر مولوي ندا محمد ندیم په مشرۍ روسیې ته تللي افغان پلاوي د کازان ۱۷م اقتصادي فورم په څنډه کې د افغانستان او روسیې د ګډ اقتصادي او تجارتي کمېسیون لومړۍ ناسته ترسره کړه.

یاد وزارت وايي، دغه غونډه د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو د پراختیا او د پانګونې د جلبولو په موخه ترسره شوه، چې تر بحث وروسته د یو شمېر موضوعاتو لپاره د همغږۍ او همکارۍ ګډ تخنیکي ټیمونه جوړ شول، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړوندو مسایلو کار وکړي.

د سرچینې په وینا، په دې ناسته کې د روسیې د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر ګرزووف او د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د اقتصاد، مالیې، ټولګټو چارو، عامې روغتیا، کار او ټولنیزو چارو، بهرنیو چارو، اوبو او انرژۍ، کرنې او مالدارۍ او کانونو وزارتونو او همدارنګه د نفت او ګاز امارتي شرکت استازو ګډون کړی و.

د افغانستان او روسیې ترمنځ وروستیو کلونو کې اقتصادي او سیاسي اړیکې تر یوه حده زیاتې شوې دي، په ځانګړي ډول د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دواړو لورو د سوداګرۍ، انرژۍ، ترانزیټ او پانګونې په برخو کې د همکارۍ د پراخولو هڅې کړې دي.

 روسیه د سیمې د مهمو اقتصادي لوبغاړو په توګه هڅه کوي چې د منځنۍ اسیا له لارې د افغانستان له بازارونو او ترانزیټي لارو سره خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي، په داسې حال کې چې طالبان هم د اقتصادي انزوا د کمولو لپاره د سیمه‌ییزو همکاریو پراختیا ته لومړیتوب ورکوي.