Search

شویګو: په افغانستان کې د ۱۸ زرو څخه تر ۲۳ زرو پورې وسله ‌وال فعال دي

News image
25 غویی 1405 - 08:02

تاس خبري اژانس راپور ورکړی چې د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي، دا مهال په افغانستان کې د ۲۰ څخه د زیاتو ډلو اړوند د ۱۸ زرو او ۲۳ زرو ترمنځ وسله‌وال فعالیت لري.

شویګو دغه څرګندونې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د امنیتي چارواکو د ۲۱مې غونډې پر مهال کړې دي، چې پکې یې د سیمې د امنیت لپاره د افغانستان پر اهمیت ټینګار وکړ.

هغه وویل: «د شانګهای همکارۍ سازمان په حوزه کې د امنیت د ټینګښت لپاره د افغانستان وضعیت ځانګړی اهمیت لري»، او زیاته یې کړه چې ترهګري او د نشه‌یي توکو قاچاق هغه ګواښونه دي چې له دې هېواده سرچینه اخلي.

شویګو څرګنده کړه چې د طالبانو ځواکونه د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې روان عملیات ترسره کوي او دغه ډله یې د طالبانو یو مهم ایډیالوژیک او سیاسي سیال وباله. د هغه په وینا، په افغانستان کې د دې ډلې شاوخوا ۳ زره غړي شتون لري.

هغه زیاته کړه چې په ۲۰۲۵ کال (۱۴۰۴ کال) کې اسلامي دولت ډلې په افغانستان کې ۱۲ لوی بریدونه ترسره کړي، چې له امله یې ۴۰ امنیتي ځواکونه او ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي او له ۵۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.

شویګو همداراز خبرداری ورکړ چې د بهرنیو وسله‌والو — په ځانګړي ډول د اویغور، تاجک او ازبک الاصله کسانو — راتګ زیات شوی، چې ډېری یې له سوریې، په ځانګړې توګه له هغو ډلو څخه راځي چې پخوا له «هیأت تحریر الشام» سره تړاو لري.

نوموړي وویل، که څه هم د طالبانو امنیتي بنسټونه د ورغلو جنګیالیو څارنه کوي، خو ځینې وسله‌وال لا هم د دوی له کنټروله بهر پاتې دي.