د امریکا متحده ایالاتو ویلي چې د ملګرو ملتونو سازمان ته به ۱.۸ میلیارد ډالر مرسته ورکړي، خو د دې مرستو د لګښت لپاره یې ځانګړي شرطونه ټاکلي دي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړي چارواکي ویلي چې دغه بودیجه باید د ډونالډ ټرمپ د حکومت د بهرني سیاست د ګټو په چوکاټ کې ولګول شي.
دا نوې مالي ژمنه د هغو څه باندې ۲ میلیارد ډالرو مرستو سربېره ده، چې امریکا د تېر کال د ډسمبر په میاشت (۱۴۰۳ کال د لیندۍ) کې د یوه نوي میکانیزم په چوکاټ کې اعلان کړې وې، چې هدف یې د مرستو د وېش بهیر کې د اغېزمنتیا، روڼتیا او حساب ورکونې زیاتوالی و.
د امریکا د بهرنیو مرستو، بشري چارو او مذهبي ازادیو د ادارې مرستیال جرمي لوین ویلي، د امریکا ۹۲ سلنه مرستې د همدې میکانیزم له لارې هغو هېوادونو ته ځانګړې شوې دي چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) له خوا د لوړې بشري اړتیا په کچه درجهبندي شوي دي.
هغه زیاته کړه: «د امریکا مرستې به تر ډېره په هغو سیمو کې ولګول شي چې زموږ د بهرني سیاست ګټې پکې نغښتې دي، او دا موضوع د ولسمشر له لومړیتوبونو سره همغږې ده.»
د لوین په وینا، د هغو هېوادونو په لېست کې چې د امریکا مرستې ترلاسه کوي — او امریکا د اوچا تر ټولو لوی تمویلونکی بلل کېږي — اوس وینزویلا او لبنان هم شامل شوي دي.
هغه ټینګار وکړ چې هغه هېوادونه چې د امریکا د بهرني سیاست په لومړیتوبونو کې نه وي، د مرستو په ترلاسه کوونکو کې به شامل نه وي.
د هغه په خبره، هغه بودیجه چې د اوچا له لارې ځانګړې شوې، د امریکا د ټولو بهرنیو بشري مرستو یوازې یوه برخه جوړوي.
دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د امریکا د بهرنیو مرستو بودیجه په څرګند ډول کمه شوې ده.