د امریکا متحده ایالاتو حکومت ویلي، هغه چا ته چې د ورک شوي امریکایي وګړي پل اوربي د موندلو په اړه معلومات وړاندې کړي، تر یو میلیون ډالرو پورې انعام ورکوي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې، راغلي چې د پل اوربي کورنۍ له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې د هغه د برخلیک په اړه له بېځوابه پوښتنو سره ژوند کوي.
امریکايي چارواکو ویلي چې پل اوربي د افغانستان په خوست ولایت کې ناپدید شوی او د هغه د موندلو او بېرته ستنولو هڅې لا هم روانې دي.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی: «موږ له هېواده بهر د امریکایانو د بېرته راوستلو هڅو ته دوام ورکوو او ډاډ ورکوو چې هېڅ امریکایي وګړی به هېر نه شي.»
د امریکا حکومت له هغو کسانو غوښتنه کړې چې د پل اوربي د برخلیک په اړه معلومات لري، له اړوندو بنسټونو سره اړیکه ونیسي.
پل اوربي، یو امریکايي لیکوال او ګرځندوی، په ۲۰۱۴ کال کې افغانستان ته د سفر پر مهال ناپدید شو. مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ښيي نوموړی د افغانستان په ختیځو سیمو کې تښتول شوی، خو تر اوسه یې د برخلیک په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.