د بریتانیا حکومت د افغانانو د بیا مېشتېدو په پروګرام کې ستر بدلونونه اعلان کړي، چې پکې له هېواد دننه د ایستلو د ملاتړ پای ته رسول او د لېږد لپاره د نوو مهالوېشونو ټاکل شامل دي، ځکه دغه پروګرام د پای ته رسېدو په لور روان دی.
په هغې لیکلې اعلامیه کې حکومت تایید کړې چې هغه افغانان چې د لېږد لپاره منل شوي، اوس باید خپله د درېیم هېواد ته د تګ ترتیبات ونیسي تر څو د ویزې بهیر بشپړ کړي، ځکه له افغانستانه د وتلو لپاره پخوانی ملاتړ درول شوی دی.
تر دې مخکې، وړ کسان کولی شول د د بریتانیا دفاع وزارت له لوري لوژستیکي ملاتړ ترلاسه کړي، چې پکې د سفر تنظیم، د پولو لارښوونه او له دریمو بنسټونو سره همغږي شامله وه. خو د نوې تګلارې له مخې، غوښتونکي باید په خپل سر بهر کې د ویزې غوښتنلیک مرکز ته ځان ورسوي او مخکې له مخکې چارواکو ته خبر ورکړي.
دا بدلونونه د افغانانو د لېږد او مرستې پالیسي او د افغانستان د غبرګون لارې (Afghanistan Response Route) دواړو ته شامل دي. چارواکي اټکل کوي چې تر ۹ زره لږ کسان لا هم د لېږد په تمه دي، او تمه ده چې ټولې پرېکړې د ۲۰۲۷ کال تر پسرلي پورې وشي.
حکومت ویلي چې دا پرېکړه د ځان-لېږد (self-relocation) د زیاتېدو، د خطرونو د بیا ارزونې او لګښتونو له امله شوې، خو د خطرونو بشپړ جزئیات یې نه دي شریک کړي.
وړ افغانان، چې ډېری یې د طالبانو له لوري د خپلو پخوانیو اړیکو له امله له جدي ګواښونو سره مخ دي، ښايي له هېواده د وتلو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ شي، لکه د پولو محدودیتونه، د اسنادو نشتوالی او مالي ستونزې.
د نوو اصولو له مخې، غوښتونکي اوس ۱۲ میاشتې وخت لري چې د وړتیا تر تایید وروسته د ویزې مرکز ته ورسېږي. همداراز، د ۲۰۲۸ کال د ډسمبر وروستۍ نېټه (۱۰ جدی ۱۴۰۷) د لېږد د بشپړېدو لپاره ټاکل شوې، خو په استثنايي مواردو کې استثنا ممکنه ده.
په همدې حال کې، په درېیمو هېوادونو کې ملاتړ،استوګنځای، خواړه او روغتیايي خدمات، تر ۲۰۲۸ پورې دوام کوي. حکومت همداراز په بریتانیا کې د استوګنې ملاتړ راکموي، د هوټلونو پر کارولو تکیه کموي او د پوځي استوګنځایونو کارول پای ته رسوي.
سربېره پر دې، د ځینو ځانګړو ډلو لکه پخوانیو افغان ځانګړو ځواکونو او ټپي شوو ځایي کارکوونکو اړوند د بیاکتنې بهیرونه تړل شوي دي.
دا بدلونونه د دې ښکارندويي کوي چې د بریتانیا حکومت غواړي د افغانانو د بیا مېشتېدو پروګرام پای ته ورسوي، خو لا هم اندېښنې شته چې ایا زیانمن افغانان به وکولای شي دا نوې شرایط په خوندي ډول پوره کړي که نه.