په غزني کې د طالبانو امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت په مقر، قرهباغ او اندړ ولسوالیو کې د درېیو جلا ترافیکي پېښو له امله ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.
د یادې قومندانۍ په وینا، دا پېښې پرون (جمعه) د کابل–کندهار او
غزني–پکتیکا پر لویو لارو د یو شمېر وسایطو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې دي.
سرچینه زیاتوي، ټپیان شوي کسان د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول
شوي او د دغو پېښو اصلي لامل بېاحتیاطي بلل شوې ده.
په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان، په ځانګړي ډول پر لویو لارو،
ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي. د سړکونو خراب وضعیت، د ترافیکي اصولو نه مراعت، د
موټر چلوونکو بېاحتیاطي او د تخنیکي معاینې نشتوالی د دغو پېښو له مهمو لاملونو
څخه ګڼل کېږي.
چارواکو مخکې هم له موټر چلوونکو غوښتي چې د ترافیکي قوانینو مراعت ته
جدي پاملرنه وکړي، تر څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.