د رویټرز د راپور له مخې، عزالدین الحداد، چې د حماس د پوځي څانګې قومندان و، د اسرائیل په هوايي برید کې د غزې په ښار کې وژل شوی دی.
د اسرائیل پوځ د شنبې په ورځ اعلان کړی، چې الحداد د جمعې په ورځ په غزه ښار کې د یوه «هدفمند» برید پر مهال وژل شوی دی. د اسرائیلي چارواکو په وینا، نوموړی د حماس له لوړپوړو قومندانانو څخه و او د ۲۰۲۳ کال د تلې میاشتې د ۱۵مې نېټې پر اسرائیل د برید له طراحانو څخه ګڼل کېده.
حماس هم په یوه اعلامیه کې د الحداد وژل کېدل تایید کړي او ویلي یې دي، چې په دغه برید کې د هغه مېرمن او لور هم وژل شوي دي.
د راپور له مخې، د الحداد، د هغه د مېرمنې او ۱۹ کلنې لور د جنازې مراسم د شنبې په ورځ د غزې په مرکز کې د الاقصی شهیدانو په جومات کې ترسره شوي دي.
فلسطیني روغتیايي سرچینو ویلي، چې د جمعې په ورځ د اسرائیل په جلا جلا بریدونو کې اووه نور فلسطینیان، چې درې ښځې او یو ماشوم هم پکې شامل دي، وژل شوي دي. همدارنګه د شنبې په ورځ په بریدونو کې لږ تر لږه درې نور کسان هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
رویټرز د غزې د روغتیايي چارواکو له قوله لیکلي، چې د تېر کال د تلې میاشتې راهیسې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند له پیل وروسته تر اوسه پورې له ۸۵۰ زیات فلسطینیان د اسرائیل په بریدونو کې وژل شوي دي.
عزالدین الحداد د ۲۰۲۵ کال د غویي میاشتې (می) کې د محمد سنوار تر وژل کېدو وروسته، په غزه کې د حماس د پوځي څانګې مشري پر غاړه اخیستې وه.