په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیراحمد فایق، د دایکندي ولایت کې د یوې واده شوې ښځې د جبري واده او د طالبانو پورې د تړلو کسانو له خوا د ښځو د جنسي ځورونې د ادعاوو په غبرګون کې ویلي، چې دا پېښې د افغانستان د اوسني وضعیت د «فساد، ظلم او استبداد» څرګندونه کوي.
نوموړي د شنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې دایکندي کې د یوې ښځې جبري واده، د طلوعنیوز د خبریالانو بندي کېدل او په هرات کې د ښځو نیول هغه بېلګې دي، چې د ده په وینا د هېواد اوسنی وضعیت ښيي او له ځپنې او بېعدالتۍ سره مل دی.
فایق ټینګار کړی، چې په افغانستان کې ښځې نه یوازې له زدهکړو او کاره محرومې دي، بلکې له ګواښ، تاوتریخوالي او ناوړه ګټې اخیستنې سره هم مخ دي.
هغه د دغو پېښو د مستندسازۍ غوښتنه کړې او له بشري حقونو بنسټونو او نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د افغانستان د ښځو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.
د هغه په وینا، د واک ناوړه استفاده د ښځو د ځورونې او فشار لپاره د بشري حقونو ښکاره نقض دی، او د قربانیانو چوپتیا هم په هېواد کې د وېرې فضا او د قانون د حاکمیت د نشتوالي ښکارندويي کوي.
تر دې مخکې، د دایکندي یوې ښځې ادعا کړې وه، چې ځینې زورواکي او د طالبانو پورې تړلي کسان له مجردو او واده شوو ښځو څخه غیر اخلاقي او جنسي غوښتنې کوي.
نوموړې ویلي، چې په ځینو دولتي ادارو او روغتیايي مرکزونو کې ښځې له دې ډول فشارونو او ګواښونو سره مخ دي او د وېرې له امله د شکایت یا د دغو پېښو د علني کولو توان نه لري.
همداراز، تر دې وړاندې د «طاووس» په نوم د دایکندي د یوې ۲۶ کلنې ښځې کیسه هم خپره شوې وه، چې ویلي یې وو د طالبانو پورې تړلي یوه کس پرې د دویم واده د منلو لپاره فشار راوړی او نوموړې د وېرې له امله اوس پټ ژوند کوي.