Search

ملګري ملتونه: په افغانستان کې مو د کرنې اقتصاد د پیاوړتیا لپاره له کوچنیو شرکتونو او ښځینه متشبثینو ملاتړ کړی

News image
27 غویی 1405 - 11:13

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) ویلي، چې په ۱۴۰۵ لمریز کال کې یې په افغانستان کې له ۳۴ کوچنیو او منځنیو شرکتونو ملاتړ کړی دی.

د معلوماتو له مخې، په دغو شرکتونو کې ۱۹ هغه شرکتونه هم شامل دي چې د ښځو له‌خوا اداره کېږي او د بادغیس، هلمند او کندهار ولایتونو پورې تړاو لري. دغه شرکتونه د کابل د کرنې او مالدارۍ په نندارتون کې د ګډون لپاره چمتو شوي وو.

یاد نندارتون د ۱۴۰۵ کال د غويي له ۲ تر ۵ پورې د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې ترسره شو. د نندارتون شعار «عصري کرنه او مالداري د خوړو خوندیتوب او اقتصادي ودې بنسټ» و، او موخه یې د کورنیو تولیداتو معرفي کول او ملي او سیمه‌ییزو بازارونو ته د تولیدوونکو د لاسرسي پیاوړتیا بلل شوې ده.

په دې نندارتون کې ګډون کوونکو شرکتونو خپل محصولات، لکه وچه مېوه، پروسس شوي کرنیز تولیدات او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړل.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په وینا، دا نوښت د هغو هڅو برخه ده چې موخه یې د هغو بزګرانو لپاره د بدیلو معیشتونو برابرول دي چې د کوکنارو له کرکېلې اغېزمن شوي دي.

د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، د «افغانستان د ټولنې د بیارغونې او د مقاومت د پیاوړتیا پروګرام» (ACRP) چې د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ پلي کېږي، د سوداګرۍ او نندارتونونو ترڅنګ د بزګرانو د روزنې، د شنو خونو جوړولو، د سړو خونو رامنځته کولو او د کرنیزو بنسټیزو اسانتیاوو د پیاوړتیا په برخو کې هم فعالیت لري.

دا درې کلن پروګرام له ۱۴۰۳ څخه تر ۱۴۰۶ لمریز کلونو پورې (۲۰۲۴–۲۰۲۷) د بادغیس، هلمند او کندهار په ولایتونو کې پلی کېږي او د خوړو او کرنې سازمان (FAO)، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) او د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو دفتر (UNODC) په همکارۍ تطبیقېږي.