په غزني کې د طالبانو امنیه قومنداني وايي، په دغه ولایت کې د درېیو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د یادې قومندانۍ په وینا، دغه پېښې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د غزني
ولایت په مقر ولسوالۍ کې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره او همداراز په غزني ښار کې
د یو شمېر وسایطو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې دي.
سرچینې زیاته کړې، چې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او د
دغو پېښو لامل یې د موټرچلوونکو بېاحتیاطي بلل شوې ده.
په افغانستان کې ترافیکي پېښې له جدي ستونزو څخه ګڼل کېږي، چې هر کال
لسګونه کسان پکې خپل ژوند له لاسه ورکوي. د سړکونو خراب وضعیت، د ترافیکي قوانینو
نه مراعت، د چلوونکو بې احتیاطي او چټک تګ هغه مهم عوامل دي چې د
دغو پېښو د زیاتېدو لامل ګرځي.