د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ویلي، چې په وروستیو کلونو کې یې د هېواد د ښځو روغتیايي وضعیت له بېلابېلو اړخونو ارزولی او موندلې یې ده، چې «په افغانستان کې د ښځو روغتیا مخ په خرابېدو ده».
یادې شبکې په خپل راپور کې ویلي، چې په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې د ښځو لپاره د روغتیايي اسانتیاوو برابرول له جدي ګواښ سره مخ دي، ځکه چې کلینیکونه تړل کېږي، د ښځینه روغتیايي متخصصینو کمښت شته او اقتصادي فشارونه کورنۍ له دې سره مخ کوي چې د درملنې لپاره د تګ راتګ لګښتونه هم په سختۍ برابر کړي.
د راپور له مخې، طالبانو په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د نویو ښځینه روغتیايي کارکوونکو د روزنې بهیر درولی او تر دې وړاندې یې د ډاکټرانو د زدهکړو مخه هم نیولې وه.
د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په باور، په اوسني وضعیت کې د ښځو روغتیايي اړتیاوې لا ډېرې شوې دي او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول هم له زیاتو ستونزو سره مخ دي.
په راپور کې راغلي، چې د کاپیسا ولایت په شاوخوا ۲۰ «سپینو سیمو» کې داسې ځایونه شته، چې لږ تر لږه ۱۰ زره کسان د خپلو کورونو له لس کیلومتره واټن کې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.
په راپور کې د «سیما» په نوم د یوې ښځې کیسه هم راغلې، چې د خپل نهم ماشوم امېدواره ده. هغې ویلي، کله چې سیند طغیان وکړ، اصلي لاره بنده شوه او کلینیک ته رسېدل ناشوني شول. د هغې وروستی ماشوم په کلینیک کې زېږېدلی، خو نور ټول یې په کور کې نړۍ ته راغلي دي. هغې ویلي: «هېڅ مرسته ونه شوه، ما یوازې خدای ته دعا وکړه.»
یادې شبکې زیاته کړې، چې په ټول هېواد کې عمومي وضعیت چندان هیلهور نه دی. افغانستان له وړاندې د نړۍ له هغو لسو هېوادونو څخه دی چې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري او په سیمه کې یو استثنا بلل کېږي.
د نړیوال بانک د ۱۴۰۲ لمریز کال (۲۰۲۳) د شمېرو له مخې، په هر ۱۰۰ زره ژوندیو زیږونونو کې ۵۲۱ میندې مري.
خو د راپور له مخې، ښايي دا شمېرې لا هم لوړې شوې وي، که څه هم تر اوسه نوې رسمي احصایه نه ده خپره شوې.
تر دې مخکې، په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازې موکتا شرما ویلي وو، چې په هر ۱۰۰ زره ژوندیو زیږونونو کې ۶۲۰ میندې مري.
یادې شبکې ټینګار کړی، چې د روغتیايي خدماتو پر سیستم فشار او د ملاتړ کمښت ته په کتو، د دې شمېرې زیاتوالی د حیرانتیا وړ نه دی.