Search

بي ‌بي ‌سي: په غور کې بې ‌وزلي کورنۍ دې ته اړې کړې چې خپل ماشومان وپلوري

News image
29 غویی 1405 - 12:27

بي‌بي‌سي په یوه راپور کې د غور ولایت د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ وضعیت ته په اشارې لیکلي، چې یو شمېر افغان کورنۍ د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره له سختو انتخابونو، لکه د خپلو ماشومانو له پلورلو، سره مخ دي.

د راپور له مخې، سعید احمد، د غور یو اوسېدونکی، ویلي چې د خپلې پنځه کلنې لور «شایقه» د ناروغۍ او د درملنې د لګښتونو د نه توان له امله اړ شو چې هغه وپلوري.

هغه ویلي: «د درملنې لپاره مې پیسې نه درلودې، نو خپله لور مې خپل یوه خپلوان ته وپلورله.»

د راپور له مخې، شایقه د اپنډیسیت او د ځیګر د کیسټ په ناروغۍ اخته وه او عملیات یې بریالي ترسره شوي دي. د عملیاتو لګښت د هماغه ۲۰۰ زره افغانیو (۳۲۰۰ ډالرو) له پیسو ورکړل شوی، چې شایقه پرې پلورل شوې وه.

د هغې پلار ویلي، له خپلو خپلوانو سره یې هوکړه کړې چې اوس یوازې د درملنې لګښت ورکړي او پاتې پیسې به په راتلونکو پنځو کلونو کې ادا کړي.

راپور زیاتوي، چې هر سهار د غور د چلچراغ په څلورلارې کې ګڼ شمېر کسان د کار موندلو په هیله راټولېږي، خو ډېری یې بې له کوم کاره بېرته کورونو ته ستنېږي.

۴۵ کلن جمعه‌خان ویلي، په تېرو شپږو اونیو کې یې یوازې درې ورځې کار موندلی او ورځنی عاید یې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانیو پورې و. هغه ویلي: «زما ماشومان درې شپې پرله‌پسې وږي ویده شول. ښځه مې ژړل، ماشومان مې هم. له ګاونډي مې پور واخیست چې اوړه واخلم. زه په دې وېرې کې ژوند کوم چې ماشومان مې له لوږې مړه نه شي.»

په همدې حال کې، یو بل اوسېدونکی عبدالرشید عظیمي، چې خپلې اووه کلنې دوه‌ګونې لوڼې په غېږ کې نیولې، وايي چې د بې‌وزلۍ له امله چمتو دی هغوی هم وپلوري.

راپور زیاتوي، چې د دې کورنۍ دوه زلمکي هلکان په ښار کې بوټان پاکوي، یو بل زوی کثافات راټولوي او مور یې هغه د پخلي لپاره د سون توکي په توګه کاروي.

بي‌بي‌سي په دې راپور کې د ماشومانو د مړینې د زیاتوالي خبره هم کړې او لیکي، چې بې‌وزلي او لوږه د دې وضعیت مهم لاملونه دي.

د سیمې یو مشر ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې د ماشومانو مړینه، په ځانګړي ډول د خوارځواکۍ له امله، «په رښتیا هم زیاته شوې» ده.

راپور زیاتوي، چې د غور په یوه هدیره کې د کوچنیو قبرونو شمېر نږدې د لویانو له قبرونو دوه چنده ډېر دی، چې دا د ماشومانو د لوړې مړینې ښکارندويي کوي.

همداراز، د چغچران په ولایتي روغتون کې هم ورته وضعیت لیدل شوی، چېرته چې د نویو زېږېدلو ماشومانو څانګه تر ټولو بوخته ده او ځینې بسترونه آن د دوو ماشومانو لپاره کارول کېږي. ډېری ماشومان کم‌وزنه دي او د تنفس له ستونزو سره مخ دي.

د یاد روغتون یوې نرسې، فاطمې حسینې، ویلي: «ځینې ورځې تر درې ماشومانو پورې مري. پخوا دا راته ډېر سخت وو، خو اوس نږدې عادي شوی دی.»