Search

په کندهار کې نامعلومو وسله‌ والو یو قومي مشر وژلی

News image
29 غویی 1405 - 13:13

د کندهار ولایت څخه سرچینو کابل ټریبیون ته تایید کړې، چې د ډنډ ولسوالۍ په کلمتر کلي کې یو قومي مشر د نامعلومو وسله‌والو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

د سرچینې په وینا، دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې، خو تر اوسه یې د انګېزې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

سرچینې زیاته کړې، چې امنیتي ارګانونو پلټنې پیل کړې دي او هڅې روانې دي، څو د پېښې عاملین ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
په کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې وخت ناوخت د هدفي وژنو پېښې رامنځته کېږي، چې لاملونه یې اکثره شخصي دښمنۍ، سیمه‌ییزې شخړې او یا هم ناامنۍ بلل کېږي