د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، دا مهال په ټول هېواد کې د مچیو د ساتنې ۳۲۰۰ فارمونه فعال دي، چې په کلني ډول شاوخوا ۲۲۰۰ مټریک ټنه عسل تولیدوي.
د طالبانو د کرنې وزارت ویاند شېر محمد حاتمي نن (چهارشنبه، د ۱۴۰۵
کال د غبرګولي ۳۰مه) د عسلو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، یاد وزارت د دغو
فارمونو ملاتړ ته ژمن دی، څو په هېواد کې یې شمېر نور هم زیات شي.
د معلوماتو له مخې، په دغو فارمونو کې د شاوخوا ۶۰۰۰ ښځو ترڅنګ زرګونه
نارینه هم په کار بوخت دي، او دا سکتور د نشهيي توکو د کښت لپاره یو مهم بدیل بلل
کېږي.
افغانستان د مناسب اقلیم او متنوعو نباتاتو له امله د شاتو د تولید
لپاره ښه ظرفیت لري.
په وروستیو کلونو کې د مچیو
ساتنې صنعت د کرنې له مهمو برخو څخه ګرځېدلی، چې نه یوازې د کورنیو عوایدو د
لوړولو سبب شوی، بلکې د نشهيي توکو د کښت پر وړاندې د بدیل معیشت په توګه هم
ارزول کېږي.
حکومت او مرستندویه بنسټونه هڅه کوي، چې د روزنې، تجهیزاتو او
بازارموندنې له لارې د دې سکتور وده نوره هم چټکه کړي.