Search

بلخ کې ازبکستان ته د ۵۴۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکو د قاچاق په تور درې کسان نیول شوي

News image
30 غویی 1405 - 11:22

د بلخ د طالبانو امنیه قومنداني وايي، هغه کس او ورسره دوه کمېشنکاران یې نیولي، چې څو ورځې مخکې یې د حیرتان بندر له لارې ۵۴۰ کیلوګرامه چرس ازبکستان ته قاچاق کړي وو.

د طالبانو د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند محمد عیسی وثیق ویلي، یاد کس دغه نشه‌يي توکي په یوه موټر کې په ډېر مهارت سره ځای پر ځای کړي وو او له همدې لارې یې ازبکستان ته لېږدولي وو.

د هغه په وینا، نیول شویو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او له لومړنیو څېړنو وروسته به اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.
بلخ ولایت، په ځانګړي ډول د حیرتان بندر، د افغانستان له مهمو سوداګریزو دروازو څخه شمېرل کېږي چې له منځنۍ اسیا سره د تګ راتګ اساسي لار ده. سره له دې، په تېرو کلونو کې دا مسیر د نشه‌يي توکو د قاچاق لپاره هم کارول شوی.

طالبان وخت ناوخت د ورته پېښو د مخنیوي او د قاچاقبرو د نیولو خبر ورکوي، خو لا هم د سیمې له لارې د نشه‌يي توکو د لېږد اندېښنې موجودې دي.