Search

کندهار کې د لمریزې هندارې لوېدو یوه نجلۍ وژلې

News image
31 غویی 1405 - 11:23

د کندهار د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس عبدالسلام عمري وايي، د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې پر یوې نجلۍ لمریزه هنداره لوېدلې او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

نوموړي رسنیو ته په لیږلي پیغام کې ویلي، دغه پېښه نن شپه د سختو او طوفاني بادونو له امله رامنځته شوې ده.

د هغه په وینا، وروستیو بادونو په سیمه کې زیانونه اړولي، خو د دې پېښې نور جزئیات لا نه دي شریک شوي.
په افغانستان کې د لمریزو برېښنا سیستمونو کارول په وروستیو کلونو کې زیات شوي، خو د قوي بادونو او ناسم نصب له امله کله ناکله د ورته پېښو رامنځته کېدو خطر هم موجود وي. متخصصان سپارښتنه کوي، چې دا ډول وسایل باید په معیاري ډول نصب او کلک تثبیت شي، څو د انساني زیانونو مخه ونیول شي.