Search

طالبانو د لوی اختر په مناسبت څلور ورځنۍ عمومي رخصتي اعلان کړه

News image
31 غویی 1405 - 12:53

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د راتلونکي لوی اختر په مناسبت، د عرفات د ورځې په ګډون څلور ورځې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

د دغه وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي ویلي، چې له راتلونکې سه‌شنبې څخه تر شنبې پورې (د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي تر ۹مې) به عمومي رخصتي وي، او دولتي ادارې به د راتلونکې اوونۍ د یکشنبې (د غبرګولي ۱۰مه) په ورځ بېرته خپل عادي فعالیتونه پیل کړي.

د طالبانو له لوري راتلونکې چهارشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان شوې ده.
لوی اختر د مسلمانانو له مهمو دیني اخترونو څخه دی، چې هر کال د ذوالحجې په لسمه نمانځل کېږي.