د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ویلي چې له ایران سره د یوې احتمالي هوکړې چوکاټ «تر ډېره بشپړ شوی» او په هغه کې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو موضوع هم شامله ده.
ترمپ په خپلې ایکس پاڼې کې لیکلي چې هغه هوکړه چې دا مهال وروستي کېدو ته نږدې ده، کېدای شي د دغه مهم سمندري تګلوري د بیا پرانیستلو برخه هم ولري.
هغه د نورو جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې د دې هوکړې «وروستي جزییات» لا هم تر ارزونې لاندې دي او ډېر ژر به اعلان شي.
بل لور ته، د ایران نیمهرسمي فارس خبري اژانس راپور ورکړی چې د ترمپ ادعا د هوکړې د نهایي کېدو په اړه «له واقعیت سره سمون نه لري» او ټینګار یې کړی چې د هرمز تنګي اداره لا هم د ایران په واک کې ده.
د راپور له مخې، ایران ویلي چې چمتو دی د بېړیو د تګراتګ کچه د جګړې له مخکیني حالت سره برابره کړي، خو دا اقدام به د بشپړ او ازاد تګراتګ معنا ونه لري.
په راپور کې زیاته شوې چې د هرمز تنګي د مسیر کنټرول، د تګ وخت، طریقه او د اجازو ورکول به لا هم په بشپړه توګه د ایران تر واک لاندې پاتې وي.