د خوست ولایت د طالبانو ویاند مستغفر ګربز وایي، د یاد ولایت د مرافعې محکمې رئیس مولوي عین الله خلیل د یوې ترافیکي پېښې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
ګربز ویلي چې نوموړي په غزني ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې پر مهال ساه
ورکړې ده.
هممهاله، د طالبانو سترې محکمې هم ویلي چې
عین الله خلیل په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شوی او د هغه له کورنۍ سره
یې په دې غم کې خواخوږي څرګنده کړې ده.
طالبانو په دې اړه نور جزیات نه دي خپاره
کړي.