غزني کې د طالبانو امنیه قومنداني وایي، د دغه ولایت د ګیلان ولسوالۍ اړوند د کابل–کندهار پر لویه لاره په یوه ترافیکي پېښه کې دوو تنو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د یادې قومندانۍ ویاند خالد سرحدي ویلي، پېښه تېره ورځ د ګیلان
ولسوالۍ د چرلي په سیمه کې د یوه مسافروړونکي موټر او موټرسایکل ترمنځ د ټکر له
امله رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، په دې پېښه کې د موټرسایکل سپور یو تن مړ شوی او یو بل
ټپي دی.
سرحدي زیاته کړې چې د ګیلان ولسوالۍ امنیتي ځواکونه پر وخت سیمې ته
رسېدلي، ټپي کس او د مړ شوي جسد یې نږدې روغتون ته لېږدولي دي.
د یادې پېښې لامل د موټرچلوونکو بېاحتیاطي بلل شوې ده.