واشنګټن ټایمز راپور ورکړی چې د هرمز تنګي ګډوډۍ د افغانستان د سوداګرۍ او بشري مرستو لارې سختې اغېزمنې کړې او د هېواد اقتصادي او بشري وضعیت یې لا خراب کړی دی.
د راپور له مخې، افغانستان د ۱۴۰۴ کال په وروستیو کې له پاکستان سره د سرحدي نښتو وروسته، چې مهمې لارې وتړل شوې او د کراچۍ بندر ته لاسرسی محدود شو، ایران ته د بدیلې سوداګریزې لارې په توګه مخه کړه. توکي د ایران د بندرعباس له لارې لېږدول کېدل، خو وروسته د هرمز تنګي د کړکېچ له امله دغه لاره هم له ستونزو سره مخ شوه.
راپور زیاتوي چې سلګونه بېړۍ بند پاتې دي او زرګونه کانتینرونه چې افغانستان ته روان وو، په پاکستان کې بند پاتې دي، چې له امله یې د اکمالاتو دوه مهمې لارې تړل شوې دي.
دغه وضعیت په ځانګړي ډول د بشري مرستو پر بهیر ژور اغېز کړی، په ځانګړې توګه د خوړو نړیوال پروګرام پر فعالیتونو. دا اداره چې له خوارځواکو میندو او ماشومانو سره مرستې کوي، د لېږد د لګښتونو له لوړوالي او د اکمالاتو له سخت کمښت سره مخ شوې ده.
یاد پروګرام ویلي چې مخکې یې ډېری توکي له پاکستان څخه برابرول، خو د ۱۴۰۴ کال د تلې میاشتې له بندېدو وروسته یې لارې د دوبۍ او ایران له لارې بدلې کړې، چې اوس دا مسیر هم نږدې تړل شوی دی. د ۱۴۰۵ کال د وري تر نیمايي پورې حیاتي غذایي توکي ختم شوي دي.
د افغانستان لپاره د دې ادارې مسؤل جان ایلیف ویلي: «په داسې حال کې چې خوارځواکي نږدې تر بېسارې کچې رسېدلې، کمزورې او اړمنې میندې او ماشومان له روغتیايي مرکزونو بېرته ګرځول کېږي، ځکه موږ هغوی ته د ورکولو لپاره خواړه نه لرو.»
دغه اداره له مالي کمښت سره هم مخ ده او ویلي یې دي چې سږ کال یې یوازې ۸ سلنه اړینه بودجه ترلاسه کړې ده.
د سمندري لارو له بندېدو وروسته، اوس توکي د منځنۍ اسیا له لارې د ځمکې پر سر لېږدول کېږي، چې لګښتونه او وخت دواړه زیاتوي. د بېلګې په توګه، د قوي شویو بسکټو یو بار چې مخکې د متحده عربي اماراتو له لارې لېږدول کېده، اوس د سعودي عربستان، اردن، سوریې، ترکیې، ګرجستان، اذربایجان او د کسپین سمندر له لارې ترکمنستان ته رسېدلی، او درې میاشتې په لاره کې پاتې شوی دی.
افغان سوداګر وایي چې دا وضعیت یې کاروبارونه سخت زیانمن کړي دي. د کابل یو سوداګر لطفالله اکبري ویلي چې له چین څخه یې راوارد شوي توکي په بېړیو کې بند پاتې دي او د لېږد لګښتونه ډېر لوړ شوي دي.
هغه ویلي: «د ایران او امریکا جګړې زما پر کاروبار لوی اغېز کړی،» او زیاته کړې چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، ښايي خپل مال پرېږدي.
د لېږد شرکتونه هم د لګښتونو له زیاتوالي شکایت کوي. د بار وړلو یو مسؤل ګل میر امیني ویلي چې د کانتینرونو کرایه له ۳۰۰۰ تر ۳۶۰۰ ډالرو څخه تر ۷۰۰۰ او حتی ۱۱۰۰۰ ډالرو پورې لوړه شوې ده.
همدارنګه د کابل یو بل سوداګر محمد مرتضی اسحاقزی ویلي چې له چین څخه د ایران له لارې د توکو د لېږد لګښت له ۱۱۰۰–۱۵۰۰ ډالرو څخه تر ۱۵۰۰۰ ډالرو پورې لوړ شوی دی.
هغه ویلي: «نه صادرات کولی شو او نه واردات،» او له طالبانو یې غوښتي چې له پاکستان سره ستونزې حل کړي څو سرحدي سوداګري بېرته عادي شي.
بل لور ته، د طالبانو چارواکي وایي چې د منځنۍ اسیا، روسیې او چین له لارې د سوداګرۍ د دوام له امله عمومي انفلاسیون شاوخوا ۳ سلنه پاتې دی. د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي چې اصلي ستونزه د ایران له لارې د توکو پر لېږد محدودیتونه دي.
د سوداګرۍ مشران اټکل کوي چې دا مهال د افغانستان تر ۶۰ سلنې زیات تجارت د منځنۍ اسیا له لارې ترسره کېږي، چې تر یوه حده یې د هرمز تنګي د کړکېچ اغېزې جبران کړې دي.