د طالبانو د دفاع وزارت ویلي چې محمد یعقوب مجاهد د یوې امنیتي غونډې د ګډون لپاره روسیې ته سفر کوي.
یاد وزارت په خپلې ایکس پاڼه کې لیکلي چې دا کنفرانس د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو د امنیتي او دفاعي چارواکو په حضور کې ترسره کېږي.
د طالبانو په وینا، په دې غونډه کې به د سیمهییز امنیت، ګډو امنیتي ننګونو او د متقابلو همکاریو د پراختیا په اړه بحث او نظرونه تبادله شي.په وروستیو کلونو کې روسیې له طالبانو سره خپلې سیاسي او امنیتي اړیکې پراخې کړې دي او هڅه کوي د افغانستان په مسایلو کې فعاله ونډه ولري. د سیمې هېوادونه هم په دې هڅه کې دي چې د امنیتي ننګونو د مدیریت لپاره ګډې لارې ومومي.