په بلخ کې د طالبانو د رسنیو دفتر وایي، ازبکستان د لوی اختر په مناسبت له افغانستان سره ۳۲۰ مټریک ټنه خوراکي مرسته کړې ده.
د سرچینې په وینا، دغه مرسته په حیرتان بندر کې د یاد ولایت مسؤلینو
ته سپارل شوې ده.
ویل شوي چې په دې مرستو کې اوړه، وریجې، غوښه، غوړي، نخود او یو شمېر
نور خوراکي توکي شامل دي.
ازبکستان په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره بشري او اقتصادي مرستې
زیاتې کړې دي او هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې وساتي. دا ډول مرستې
د اقتصادي ستونزو او بشري اړتیاوو د کمولو په موخه ترسره کېږي.