Search

ملګري ملتونه: د طالبانو د «تفریق زوجین» اصول‌نامه د ښځو او نجونو حقونه کمزوري کوي

News image
6 غبرګولی 1405 - 07:40

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، د طالبانو د «تفریق زوجین» په نوم اصول‌نامه د افغان ښځو او نجونو حقونه او خوندیتوب لا پسې کمزوري کوي.

یاد بنسټ د غبرګولي په ۵مه، سه‌شنبه په یوې اعلامیه کې ویلي، چې دغه اصول‌نامه د ماشومانو د ودونو او د واده په برخه کې د ښځو د رضایت په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې دا مقرره د افغانستان د پخوانیو قوانینو خلاف، د واده لپاره لږ تر لږه عمر نه دی ټاکلی او په ضمني ډول د ماشومانو ودونو ته اجازه ورکوي؛ هغه موضوع چې د دې بنسټ په وینا، کولای شي د دې پدیدې د عادي کېدو لامل شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې زیاته کړې، چې دغه اصول‌نامه د ښځو لپاره له خپلو مېړونو څخه د جلا کېدو بهیر لا ستونزمن کړی او ښځې د نارینه‌وو په پرتله له پېچلو خنډونو سره مخ دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګړې استازې، سوسن فرګوسن ویلي، افغان ښځې او نجونې حق لري چې له تاوتریخوالي او تبعیض پرته ژوند وکړي او قوانین باید د هغوی له حقونو او د قانون پر وړاندې له برابرۍ څخه ساتنه وکړي.

دغه اصول‌نامه تر دې وړاندې هم د نړیوالو بشري حقونو د بنسټونو له نیوکو سره مخ شوې وه.

طالبان ادعا کوي، چې دا اصول‌نامه د اسلامي اصولو او قواعدو پر بنسټ جوړه شوې او دوی دغو نیوکو ته اهمیت نه ورکوي.