Search

ګوټرېش: په نړۍ کې ۸۰۰ میلیونه کسان په سختې بېوزلۍ کې ژوند کوي

News image
10 غبرګولی 1405 - 08:00

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوټرېش، وايي چې د نړۍ شاوخوا ۸۰۰ میلیونه کسان په سختې بېوزلۍ کې ژوند کوي.

ګوټرېش په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د دغو کسانو وضعیت د جګړو، اقلیمي بدلون، د نابرابرۍ د زیاتوالي او درنو پورونو له امله لا پسې خراب شوی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې نړۍ داسې اقتصادونو ته اړتیا لري چې انسانان په کې د پاملرنې په مرکز کې وي او د خلکو هوساینه لومړیتوب وګرځوي.

هغه لیکلي: «موږ باید داسې اقتصادونه رامنځته کړو چې خلک لومړیتوب وګرځوي او د بېوزلۍ د پای ته رسولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو.»

ګوټرېش همدارنګه د بېوزلۍ د کمولو او له منځه وړلو لپاره د نړیوالو هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.

نوموړي تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و، چې د نړۍ نږدې درې میلیارده کسان په نامناسبو او غیر معیاري استوګنځایونو کې ژوند کوي.