د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د ایران اړوند رسنۍ «دروغجنې» بللې او ادعا یې کړې چې دغه رسنۍ د ایران تر ټولو ستره سرمایه جوړوي.
ټرمپ ویلي، دغه رسنۍ د امریکا بریاوې کمرنګوي او د دې هېواد لاسته راوړنې له پامه غورځوي.
د نوموړي په وینا، «جعلي» رسنۍ د ایران په ګټه فعالیت کوي او په دوامداره توګه د امریکا بریاوې وړې او کم ارزښته ښيي.
ټرمپ په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه چې د هغه په باور، د ایران تر ټولو لویه سرمایه همدا رسنۍ دي چې د امریکا کړنې او لاسته راوړنې تر پوښتنې لاندې راولي.
هغه وویل: «تاسو په یوه جګړه کې لویه بریا ترلاسه کوئ، خو هغوی وایي چې تاسې ماتې خوړلې ده.»
د امریکا ولسمشر همدارنګه نیوکه وکړه چې ځینې رسنۍ د دې هېواد لاسته راوړنې په سمه توګه نه منعکسوي او دا وضعیت یې «د امریکا لپاره ډېر بد» وباله.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچونه لا هم دوام لري او هممهاله د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې هم روانې دي.