د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د نښلولو کنفرانس، له دوهاړخیزو سوداګریزو ناستو او ګډ نندارتون سره یو ځای، د غبرګولي په ۲۰مه په کابل کې ترسره کېږي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې غونډې موخه د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو نندارې ته وړاندې کول، د نویو سوداګریزو فرصتونو رامنځته کول او د اقتصادي همکاریو پراخول دي.
وزارت له سوداګرو، پانګوالو، تولیدوونکو او د سوداګرۍ له مشرانو غوښتي، چې په دې کنفرانس کې ګډون وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې او مشارکت فرصتونه وڅېړي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې تمه کېږي دغه غونډه به سیمهییزه سوداګري پیاوړې کړي او اقتصادي تعاملات به لا زیات کړي.