د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د «د تنباکو پر ضد نړیوالې ورځې» په مناسبت ټینګار کړی، چې د تنباکو د استعمال پر وړاندې د خلکو ساتنه یو ګډ مسوولیت دی.
دغه سازمان په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د تنباکو صنعت د فریب ورکونکو تکتیکونو او جذابو خوندونو په کارولو سره د خپلو محصولاتو مرګوني خطرونه پټوي.
د روغتیا نړیوال سازمان له افغانانو غوښتي، چې د له لوګي پاکو چاپېریالونو په پیاوړتیا سره د خپل روغتیا او ژوند ساتنه وکړي.
د دې سازمان استازي په افغانستان کې، ادوین سنیزا، ویلي چې د تنباکو د ریښتیني ماهیت افشا کول د افغانستان لپاره د یوه سالم راتلونکي د ټاکلو زمینه برابروي.
هغه زیاته کړې: «د افغانستان د خلکو ساتنه د تنباکو د استعمال پر وړاندې یو ګډ مسوولیت دی.»
د تنباکو پر ضد نړیواله ورځ هر کال د غبرګولي په ۱۰مه نمانځل کېږي. دا ورځ د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د دې لپاره نومول شوې، چې د تنباکو د جدي او نه جبرانېدونکو زیانونو په اړه عامه پوهاوی لوړ کړي او حکومتونه وهڅوي چې د دې موادو د کارونې د کمولو لپاره پالیسۍ عملي کړي.