Search

غزني کې د لوی اختر پر مهال ۳۴ ترافیکي پېښې؛ ۳۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

News image
10 غبرګولی 1405 - 10:35

د طالبانو د غزني امنیې قوماندانۍ ویلي، چې د لوی اختر په ورځو کې د غزني ښار او بېلابېلو ولسوالیو کې ۳۴ ترافیکي پېښې شوې دي، چې له امله یې ۳۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو پېښو کې درې کسان وژل شوي او د یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون ۳۴ نور ټپیان شوي دي.

امنیې قوماندانۍ د دغو پېښو اصلي لاملونه چټک سرعت، د ترافیکي اصولو نه مراعت او بې‌احتیاطي یاد کړي دي.

د معلوماتو له مخې، یادې پېښې تر ډېره د کابل – کندهار پر لویه لار د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې دي.

سرچینې همدارنګه ویلي، چې د اختر په ورځو کې په مالستان، بند سردې او بند سلطان بند کې پنځه تنه د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.