د دایکنډي ولایت په میرامور ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ دوه غړي د سیند په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.
د طالبانو د دایکنډي د امنیې قوماندانۍ رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې
ویلي، چې دغه پېښه د میرامور ولسوالۍ د «پي باغ» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د پېښې قربانیان دوه وروڼه وو، چې د تفریح او کب
نیولو لپاره سیند ته تللي وو.
د طالبانو ځایي چارواکو زیاته کړې، چې دغه پېښه د تېرې شنبې په ورځ
شوې او مړه شوي کسان یو ۱۷ کلن او بل ۲۵ کلن ځوان و.
میرامور یوه غرنۍ سیمه ده، چې موسمي او دایمي سیندونه لري او هر کال
پهکې ورته پېښې رامنځته کېږي.