د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، د حج مناسکو له اداء کولو وروسته هېواد ته د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو بهیر پیل شوی دی.
دغه وزارت په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د ترتیب شوي پلان او مهالوېش
له مخې به شاوخوا ۳۰ زره افغان حاجیان په دوو پړاوونو کې په منظم او پړاويز ډول د
هېواد څلورو هوايي زونونو ته انتقال شي.
د خبرپاڼې له مخې، په لومړي پړاو کې به نږدې نیمايي حاجیان، چې د حج د
سفر په پیل کې له افغانستان څخه مستقیم مدینې منورې ته لېږدول شوي وو، د جدې له
نړیوال هوايي ډګر څخه هېواد ته راستانه کړل شي.
وزارت زیاته کړې: «په دویم پړاو کې به پاتې نور حاجیان، چې د هېواد له
هوايي زونونو څخه د جدې له لارې مستقیم مکې مکرمې ته رسېدلي وو، لومړی به د
څلوېښتو لمونځونو د اداء کولو او د مقدسو او تاریخي ځایونو د زیارت لپاره له مکې
مکرمې څخه مدینې منورې ته ولېږدول شي او وروسته به د ټاکل شوي مهالوېش له مخې
هېواد ته انتقال شي.»
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت همداراز ویلي، چې د بېرته
راستنېدو د بهیر په لومړي پړاو کې نن سهار د کابل پر وخت په ۹:۵۰ بجو، ۳۴۶ حاجیان
د کام ایر هوايي شرکت په لومړۍ الوتنه کې د سعودي عربستان د جدې ښار څخه د کابل
نړیوال هوايي ډګر ته رسېدلي دي.