پاکستان او چین د افغانستان له خاورې د احتمالي امنیتي ګواښونو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي، چې نوموړي په اسلاماباد کې له خپل چینايي سیال یو شیاویونګ او د هغه له مل پلاوي سره لیدنه او خبرې کړې دي.
صادق خان په اېکس کې لیکلي، چې دواړو لورو د سیمهییز امنیت په اړه، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ETIM) د فعالیتونو له امله د افغانستان له خاورې راولاړېدونکو ګواښونو په اړه رغنده بحثونه کړي دي.
د هغه په وینا، پاکستان او چین په دې لیدنه کې د ترهګرۍ ضد مبارزې د هڅو د همغږۍ او هملوري کولو پر پیاوړتیا هوکړه کړې ده.
د پاکستان ځانګړي استازي زیاته کړې، چې د دغو همکاریو موخه په سیمه کې د سولې او ثبات ساتل او له ګډو امنیتي ګواښونو سره مبارزه ده.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې پاکستان څو ځله د افغانستان له خاورې د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې او د پولې پورې غاړه د بریدونو د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.